دوشنبه, ۱۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د نمرو په بدل کې جنسي اړیکې؛ د پانګوال نظام د تعلیمي سیسټم رسوایي
بسم الله الرحمن الرحيم
د نمرو په بدل کې جنسي اړیکې؛ د پانګوال نظام د تعلیمي سیسټم رسوایي

خبر:
د اکتوبر پر ۹مه د دارسلام یوې محکمې د ټرانپسورټ ملي انسټېټیوټ ښوونکی ۸۶ کلن سامسن مهیمبا ظاهراً په دې سبب احضار کړ، چې له یوې ښځینه زده‌کوونکې څخه یې په دویم‌ځلي ازموینه کې د ښو نمرو ورکولو په بدل کې د جنسې اړیکې غوښتنه کړې وه.

تبصره:

تورن تېر کال د فساد د مخنیوي او له هغو سره د مبارزې ادارې (PCCB) له لوري په یوه جنسي دام کې له لوېدو وروسته ونیول شو، دی لومړی ځل محکمې ته د ۲۰۱۸م کال د اګېسټ په ۱۴مه وغوښتل شو. محکمې ته ویل شوي وو چې مهیمبا د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ کې هغه وخت ونیول شو، چې د دویم کال له یوې زده‌کوونکې سره – چې د ټرانسپورټ ادارې په اصلي ازموینه کې ناکامه شوې وه – د جنسي مقاربت لپاره کوټه ونیسي. دغه کار د ښو نمرو ورکولو په بدل کې کېده، چې د تانزانیا له قوانینو سره په ټکر کې دی.

د نمرو په بدل کې سکس نه یوازې د سیمې په کچه، بلکې په نړیواله کچه عام عمل دی. په ځانګړي ډول د لوړو زده‌کړو په سازمانونو کې او دا چاره په دواړو صورتونو کې کېږي؛ هم ښوونکي ښځینه زده‌کوونکې ګواښي او مجبوروي یې چې د نمبرو په بدل کې د دوی جنسي غوښتنې پوره کړي او هم زده‌کوونکې په خپله خوښه د نمرو لاسته راوړولو لپاره – د دوی په فکر- اسانه لار ټاکي.

تېر کال د تانزانیا د تر ټولو پخواني او لوړ پوهنتون، دارالسلام پوهنتون (UDSM) یوې ښځینه ښوونکې د دغه خپاره شوي فرهنګ – د نمرو په بدل کې سکس - پر وړاندې خپل غږ پورته کړ. همداراز د نایجریا په لاګاس پوهنتون کې د همدغې موضوع په اړه د بي بي سي د یو کلنې پټې څېړنې موندنې ښیي چې دلته د جنسي ځورونې فرهنګ ژورې ریښې کړې، چې تر اوسه د یوه ښوونکي د ګوښه کېدو سبب شوې.

https://www.bbc.com/news/world-africa-49971067

دا یوه بدمرغه سناریو ده چې پانګوال تعلیمي سیسټم د دې پر ځای چې تعلیم د بشر لپاره د هغوی او د هغوی د خالق تر منځ د ټینګې اړیکو جوړولو سبب شي، ډېر شمېر بېلارۍ راوړې. د دې پر ځای چې د پاکو او خالصو فکرو سرچینه وي او د بشریت لپاره سوکالي او ګټور مهارتونه تولید کړي، په یوه داسې ډګر بدل شوی چې ګڼ شمېر بدمرغۍ روزي.

سیکولر تفکر تعلیم له بېلابېلو لارو فاسد کړی؛ د بېلګې په توګه تعلیم د رزق پیدا کولو سرچینه پېژني او دا خبره د دې لامل شوې چې زده‌کوونکي له هرې روا او ناروا لارې هڅه کوي چې ښې نمرې واخلي او ښه درجه ولري. ضمناً یې استادان او ښوونکي یې مغرور کړي، فکر کوي چې د ټولو زده‌کوونکو د رزق کلۍ له دوی سره ده. دا چې ښځینه زده‌کوونکې د جنسي اړیکو له لارې او نارینه یې په رشوت نمرې اخلي، دوه لامله لري؛ په لیسه کې سم تدریس نه دی ورته شوی یا یې پخوانۍ زده‌کړې په دې کچه نه دي چې په پوهنتون کې لوست وکړای شي. دغه دواړه مسلې د پانګوال نظام ناکامي ښيي. 

د پانګوالۍ یا کپیټلېسټي نظام د «ازادیو» تر مفکورې لاندې، تعلیمي بنسټونه د رسوایۍ او بد اخلاقۍ په ډګر بدل شوي. په دغه وضعیت کې څنګه تمه کولی شو چې دغه بنسټونه به داسې یو پاک نسل تولید کړي، چې زموږ ټولنو ته خدمت وکړي؟

د دې لپاره چې تعلیمي نظام مو پاک، متمرکز او پرثمره وي؛ باید د یوې قوي، پاکې او عادلې ایډیالوژۍ پر بنسټ جوړ شي او هغه ایډیالوژي اسلام دی. د اسلامي دولت، راشده خلافت (رښتیني خلافت) تر حاکمیت لاندې به له هر ډول فساده په امن وي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

مسعود مسلم

په تانزانیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

Last modified onپنج شنبه, 31 اکتوبر 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې